دځواک ناوړه کارونه، پرنالوستو ظلمونه
دځواک ناوړه کارونه، پرنالوستو ظلمونه حنان حبیبزی لنډیز کله چې لوستي او پرمختګ غوښتونکي کسان یا د پانګوالۍ ملاتړ کونکي د هیواد لپاره سیاسي یا یو اقتصادي سیسټم جوړوي، په دې ټینګار کوي چې شتمنو لوستو ته دې قدرت ولیږدول شي. د پانګوالۍ سیسټم چې پر تولیدي اوزارو ولاړ دی، ټیکنالوجي پکې د انسان او د څارویو د انرژۍ په ځای د تولید او دندو د پیدا کولو په برخه کې لومړۍ درجه ونډه لري. ددې سیسټم له مخې د ژوند ډیرې چارې پر صنعتي تولیداتو او ټیکنالوجۍ ډډه لګوي او خلکو ته د ژوند د سهولتونو په برابرولو او کاري دندو په پیدا کولو کې مرسته کوي. په کپیټالیسټي سیسټم کې چې د لوستو سرمایه لرونکو له خوا تبلیغ شوی دی، او د ژوند د شرایطو د ښه کولو اساسي لار يې بولي، قدرت د شتمنو اشخاصو، دولتي او نادولتي ټولنو لاسته لویږي چې د ګټې وټې او کنټرول د ساتلو لپاره پخپلو منځونو کې سیالي لري. ددوی ددغې پټې او ښکاره سیالۍ له کبله نالوستو خلکو ته چې د افغانستان په څیر هیواد کې اکثریت دي، سیاسي، اقتصادي، کولتوري او ټولنیز زیانونه رسیږي. دغه لوستي اشخاص د یو ځواکمن سیاسي دریځ په کارولو سره عام نالوستي