دوی ( اوریدونکي ) په دې نه پوهیږي چې پوهیږي
دوی ( اوریدونکي ) په دې نه پوهیږي چې پوهیږي حنان حبیبزی ددغې ښځې استازیتوب چیرته دی؟ Photo: From Facebook ژبه ددې لپاره ډیر اهمیت لري چې انسان ته وړتیا ورکوي چې له ټولنې سره د ډیالوګ له لارې خپل اړیکي څرګند کړي. ژبه لومړی ټولنیز حقایق رابرسیره کوي، بیا د ټولنیز ژوند او ټولنیزو حقایقو په تولید کې ونډه اخلي. د ژبې د ونډې څومره والی او څرنګوالی له ځای او وخت سره تړاوو لري. د بیلګې په توګه، که یو سړی له مور او پلار سره له درناوي ډکې خبرې کوي، نو د یو جنجال پرمهال د محکمې په وړاندې له قاضي سره په بله لهجه غږیږي، او په محکمه کې د خپل سیال په وړاندې په بله لهجه ګړیږي. ژبه د ویناوال پیژندګلوي، غوښتنې، خوښې ناخوښې او نور د ویلو او لیکلو له لارې په ګوته کوي. په دې توګه، یو شخص د یو ځانګړي عمل له لارې د ټاکلې موخې د ترلاسه کولو هڅه کوي. یا پراخو ټولنیزو ستونزو له کبله د وینا وال ژوند زیانمن شوی او غواړي چې د یوې ځانګړې ژبې د کارولو له لارې هغه خنډونه لیرې کړي چې دده په وړاندې پراته دي. ژبه همداراز کولی شي د خلکو د یوې ډلې د غوصه کولو له ل