د مزار شریف د سټراټیژیک ځای ځایګي د کنټرول پر سر
د مزار شریف د سټراټیژیک ځای ځایګي د کنټرول پر سر لیکوال :حنان حبیبزی بلخ د افغانستان یوسټراټیژیک ولایت دی ، چې له ازبکستان سره پر پوله پروت دی او د هغې مهمې لارې دروازه بلل کیږي چې د منځنۍ اسیا هیوادونه له سویلي اسیا سره تړي. د دغه ولایت، د حیرتان ښارګوټی یوازینۍ لار ده چې افغانستان د روسیې د مخامخ اغیز لاندې سیمې یانې د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره نښلوي. بلخ د یوې سوداګریزې او صنعتي سیمې په توګه لویه اقتصادي سرچینه ده او دهغه چا لپاره ډیر د اهمیت وړ ده چې پر دې ولایت سیاسي کنټرول لري. مزار شریف چې د بلخ ولایت مرکز دی ، کنټرول يې د شمال ټلوالې د مخکښ قومندان عطا محمد نور په لاس کې دی چې د څو کلونو راهیسې له حکومت سره دژورو اختلافاتو سره سره دغلته د والي په توګه دنده ترسر کوي. په داسې حال کې چې د افغانستان اساسي قانون دولتي چارواکي د انتخاباتو پر مهال د رایه اچوني په بهیر ، یا د انتخاباتو په اړه له سیاسي نظر څخه منع کوي ، خو د ۲۰۰۹ کال د ټاکنو پر مهال عطا محمد د والي په توګه په څرګند ډول د حامد کرزي د نوماندۍ مخالفت وکړ او د هغه د سیال په مل