د ملي ټلویژون په څپو کې له شوروي یرغلګرو سره خواخوږي
د ملي ټلویژون په څپو کې له شوروي یرغلګرو سره خواخوږي لیکوال: حنان حبیبزی ۱۵ / ۰۲ / ۲۰۱۱ لومړی د شورویانو یو ټپي وښودل شو چې له افغانستان څخه يې وېوړ ، بیا یو شوروي عسکر وښودل شو چې یو لاس يې نه وو او په ډير نیولي غږ د هغه څه په اړه غږیده چې په افغانستان کې يې د جګړې پر وخت زغملي وو . له ټراژیډۍ ډک انځور وو . بیا په افغانستان کې د وژل شوو شوروي عسکرو میندې، کونډې ،ماشومان او خپل او خپلوان وښودل شول. دوی د غم او ویر احساس درلود. د وژل شوو عسکرو په یادولو سره يې اوښکې له سترګو بهیدې ،دپخواني شوروي د یو ښار غمجن انځور وښودل شو او داسې پیغام ورکړل شو چې روسان افغانستان ته دمرستې لپاره راغلي وو او په دې هیواد کې يې خپل مرسته کونکي وګړي له لاسه ورکړي دي. دا رښتیا هم داسې ښکاريدل لکه شورویانو چې پر افغانستان یرغل نه وو کړی ، د مرستې لپاره راغلي وو او موږافغانانو پر دوی ډير ظلم کړی وو او ددوی بیګنا خلک مو وژلي دي.د خواخوږئ او له عاطفي ډک احساس يې لیدونکي ته ورکاوو. د فبرورۍ پر ۱۵ یا د دلو پر ۲۶ نیټه دافغانستان پر ملي ټلویژون ښودل شوو انځورونو ماته همداسې یو احساس ر