Posts

Showing posts from August, 2012

د هرات کنسرټ، په افغانستان کې د ماډرنیټي (عصریتوب) اخلاقي تشه

د هرات کنسرټ، په افغانستان کې د ماډرنیټي (عصریتوب) اخلاقي تشه   حنان حبیبزی پیلیزه   د سې شنبې په وروستیو ساعتونو کې د اطلاعاتو او کولتور وزیر مخدوم رهین د سندرغاړي شفیق مرید دکنسرټ د لغوه کیدو لامل امنیتي ستونزه وښوده، او په دې توګه يې هغو ادعاؤ ته د پای ټکی کیښود چې د سیمې یووتلی مذهبي عالم يې د لغوه کولو  اصلي لامل بلل کیده. که د کنسرټ پر سر د راپورته شوي بحث د پایته رسولو لپاره د رهین وینا تشه رسمي پلمه وبولو، او پرځای يې هغه ادعاوې ومنو چې دسیمه ییز عالم مولوي مجیب الرحمان په ضد د ډله ییزو او ټولنیزو رسنیو(فیسبوک) په متنونو کې ولیدل شوې، چې ګویا،  '' د یو ملاامام د اعتراض په ترڅ کې چارواکو د شفیق مرید کنسرټ لغوه کړ '' ، بیا دا اړینه ده چې دې حقیقت ته پام واړو چې د مذهبي علماوو اغیز پر افغاني ټولنه ترکومه بریده پراخ دی.    که دا خبرې نه وي، ولې حکومتي چارواکي په دې مجبوریږي چې پلان شوی کنسرټ لغوه کړي. که دا نه وي، بیا ددې مسالې بل اړخ ته ګورو، هغه داچې، دغه پرمختګ د سیمه ییز حکومت د وړتیا ښودنه کوي چې نشي کولای ددغسې مراسمو امنیت ټینګ کړي. دلته پوښت

دمزارشریف یوواټ د تهران او واشنګټن د انفارمیتکي جګړې په ټس کې

دمزارشریف یوواټ د تهران او واشنګټن د انفارمیتکي جګړې په ټس کې   حنان حبیبزی کله چې،  تیره اونۍ د نیمروز د خونړي برید په تور درې تنه ایرانیان ونیول شول، دې پوښتنې ته ځواب وموندل شو چې په افغانستان کې د واشنګټن او تهران ترمنځ مالوماتي یا انفارمیتکي جګړه پر پوځي جګړې بدله شوې ده. امریکا دغو شواهدو ته اړتیا لري چې دافغانستان خاوره د ایران په ضد د احتمالي بریدونو لپاره وکاروي. له دې مخکې، د کابل امنیتي څانګو له تهران سره د اړیکو په تور شکمن اشخاص نیولي، یايي لږ ترلږه ترڅارنې لاندې راوستي دي. دغه راز په امریکايي رسنیو کې د افغانستان او ایران ترمنځ د کړکیچ په اړه یو شمیر راپورونه د تهران په وړاندې د واشنګټن نیتونه ښيي. د بیلګې په توګه، د جولای پر 31 نیټه  وال سټریټ ژورنال راپور ورکړ چې '' ایران افغان طالبانو ته اجازه ورکړه چې په زاهدان کې خپل دفتر پرانیزي '' ، هغه راپور چې نه ایراني چارواکو تاید کړی او نه هم د طالبانو اسلامي غورځنګ.   د وال سټریټ ژورنال دا راپور چې په کابل کې دامریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو له خولې چمتو شوی د تهران په ضد د مالوماتي یا انفارم

د خاص ارزګان دقتل عام اېتولوژي

د خاص ارزګان دقتل عام اېتولوژي حنان حبیبزی دوه اونۍ وړاندې، په خاص ارزګان کې، شاوخوا 16 تنه عام وګړي د ځانګړو پولیسو ( اربکیو ) یو قومندان ' شجاعي ' په زوره له کورونو وویستل، لاسونه يې پرې وتړل، یو داسې ځای ته يې بوتلل چې هلته د ځانګړو پولیسو کنټرول دی، او بیايي خپلو 30 تنو وسله والو ته امر وکړ چې دغه ولسي خلک په برچو(پوځي چړو) ووهي،  د برچو د ګذارونو له کبله چې لاس تړلي ولسي خلک له پښو ولویدل بیايي سرونه پر کاڼو ور وټوکل. سبا چې ځای خلکو دخپلو خپلوانو ډله ییزمړي په یوه څیرمه کنده کې وموندل د  وحشت نښې يې په مخونو له ورایه څرګندې وې.    ولسي خلک د پیښې په غبرګون کې د ولایت د ودانۍ په وړاندې ورټول شول، او دقربانیانو له منځه يې د 9 تنو مړي له ځان سره د احتجاج په توګه د ولایت مرکز ته وېوړل چې والي او اړوندو جنایي قواوو ته د شوي ظلم بیلګې وښيي. خو د ارزګان والي د ولسي خلکو دغه عدالت غوښتونکی ټینګار جدي ونه نیوه ، برعکس لاریون کونکو ته يې د ورته سزا ګواښونه وکړل. عیني شاهدانو په والي تور ولګاوو چې له قومندان ' شجاعي ' سره د نشيي موادو په قاچاق کې لاس ل