Posts

Showing posts from July, 2012

پرکونړد توغندیزو بریدونو سیاست

پر کونړ د توغندیزو بریدونو سیاست حنان حبیبزی د 2011 کال په سپټمبر کې د کونړ ولایت د دان ګام پر ولسوالۍ توغندي ولګیدل، سیمه ییزو افغان چارواکو يې پړه سم لاسي په پاکستان واچوله. په پيل کې دې مسالې ته په کابل کې پڅ غبرګون وښودل شو، خو په دې وروستیو کې چې دغو توغندیزو بریدونو زور واخیست، ځايي خلکو ته يې مرګ ژوبله واړوله او یو شمیر نور يې بيځایه کیدو ته اړویستل په کابل کې د پاکستان پر ضد نارې پراخې شوې،  یو شمیر کړیو د افغانستان پر حریم  په اصطلاح د '' پاکستان له خاورې ''  داسې ښکاره ګذارونه د پیغور وړ وبلل او د کرزي پر رژیم يې غږ وکړ چې مخه يې ونیسي.   دغسې ادعا ددې لپاره اړینه وه چې د پاکستان په ضد په افغانستان کې د انزجار لمن پراخه شي، ددې لپاره چې د کرزي رژیم  فکر کاووچې ددې کار په نتیجه کې دطالبانو ملاتړ ته په افغان کلیو کې زیان ورسوي ، په بله وینا د پاکستان له توغندیزو بریدونو څخه سیاسي ګټه پورته کړي او پریږدي چې دا توغندي دوام پیدا کړي چې د پاکستان په ضد د خلکو د لمسولو لپاره ترې کار واخیستل شي او وروسته بیا پاریدلي افغانان پر طالبانو ورتاوو کړي. ه