د پنجوايي د خلکو غمجن حالت او د کرزي غبرګون
دې ځوان د کرزي رژیم تر پوښتنې لاندې راوست د پنجوايي د خلکو غمجن حالت او د کرزي غبرګون حنان حبیبزی د مارچ په 18 الجزیرې یو راپور خپور کړ چې په هغه کې د پنجوايي د پیښي قربانیانو خپلو خپلوان لیدل کیږي چې جمهورریس کرزي ته د هغه د پنځه ستوریزو جنرالانو او رسنیو په وړاندې له درده ډکې ویناوې اوروي. دغه ویناوې تر دې بریده پخې، له دلایلو ډکې او بشپړې وې چې د کرزي په ګډون يې ناست چارواکي چمتو کړل چې دا حقیقت ومني چې د روانو بد مرغیو عاملین همدوی دی، ځکه چې د یو قرباني د خپلوان د پوښتنې په ځواب کې پاتې راغلل. هغو کسانو چې خبرې وکړې، نه یوازې يې خپلې ستونزې واورولې بلکې د ټولو افغانانو استازیتوب يې وکړ چې د ورته جنایتونو قربانیان دي. په ویډیوکې لیدل کیږي چې حامد کرزی او د هغه جنرالان هڅه کوي چې په یو نه یو ډول د پنجوايي د ډله ییزې وژنې د قربانیانو خپلوان راضي کړي چې په کابل کې د واشنګټن پخلاف د پیل شوې لفظي جګړې او بی باورۍ مخه ونیول شي، ځکه چې دغه اړیکي له بهره خړې ښکاره کوي. رابرټ فیسک یو مشهور برتانوی خبریال دی چې په افغانستان او