طالبان ولې له کابل سره خبرې نکوي
طالبان ولې له کابل سره خبرې نکوي حنان حبیبزی له هغې وروسته چې طالبانو اعلان وکړ چې درې مخور استازي يې د طیب اغا په مشرۍ دوحې ته رسیدلي چې د بندیانو د تبادلې په اړه له امریکايي چارواکو سره خبرې وکړي، د طالبانو دلومړۍ درجې کورنیو دښمنانو ( د شمال ټلوالې غړو) ته يې په کابل، مزار شریف او شبرغان کې ټکان ورکړ. که څه هم ددې خبرو جزیات په بشپړ ډول روښانه نه دي، خو د طالبانو دغه ګام ښيي چې د هغه حکومت یا قانون منلو ته چمتو نه دي چې جوړونکي يې په 1995 کال کې د هغو جنایتونو او ګډوډیو له امله بیوکه کړل چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې يې رامنځته کړې وې، په بله وینا، دهیواد په بیلابیلو برخو کې د ظلمونو، چور او چپاول په غبرګون کې د طالبانوغورځنګ راپورته شو او د افغانستان نژدې 98 سلنه خاوره يې ترخپل کنټرول لاندې راوستله. له پیله، په 2002 کال کې چې کومو طالبانو د هیواد په سویل، ختیځ او لویدیځ کې وسلې کیښودې او د کرزي له حکومت سره يې د کار کولو هوډ وښود، د پښتنو ضد کسانو لکه امرالله صالح په مشرۍ ملي امنیت او د قسیم فهیم په مشرۍ د دفاع وزارت، د یونس قانوني په مشرۍ د کورنیو چارو