''مینه'' تاوتریخوالی دی
''مینه'' تاوتریخوالی دی حنان حبیبزی لنډیز په ځانګړي ډول شاعرانو ملګرو ته به ښايي دا لیکنه یو څه د نهیلۍ وړ وبریښي، خو هیڅکله ددې لیکنې موخه دا نه ده چې د یو چا احساساتو ته دې زیان ورسول شي. یو څو وخته مخکې، ما د ګران ملګري عزت الله شمسزي (2011) یوه لیکنه ولوسته چې زښته ډیره په ورځينو حقیقتونو ولاړه وه. ده د استاد سعدالدین شپون (2011) هغه ټینګار ته د ځواب ویلو هڅه کړې وه چې د شعر د لیکلو پر ځای يې د نثر د لیکلو سپارښتنه کوله (1390ل ، شمسزی ) . د شمسزي صاحب د لیکنې قوت ددې په دوه اړخونو کې وو. لومړی د شعر پر اړتیا او پر مسلکيتوب professionalism غږیدلی وو. دوم شي چې د لوستلو پر مهال يې پام ځانته اړاوو، دا وو چې شمسزي صاحب په یو نه، یو ډول د شپون صاحب هغه سپارښتنه عملي کړې وه چې د شعر پر ځای يې د نثر غوښتنه کوله. د مقالې لیکوال د شعر ملاتړ کاوو او د نثر لیکلو ته يې زړه نه ښه کاوو خو موږ لیدل چې ده خپل ځواب په نثر کې لیکلی وو. د روڼ اندۍ دغسې بحثونه ددې مانا لري چې پښتو ژبه دغو شاعرانو، لیکوالو، خبریالانو هغ