په رسنیو کې پروپاګند او د عامه فکر کنټرول
په رسنیو کې پروپاګند او د عامه فکر کنټرول حنان حبیبزی پیژند (Photo: Davidsdesigns ) عام خلک غلي کړی،زورواکي خبرې کوي په دې شنیزه ( تحلیلي ) لیکنه کې هڅه شوې ده چې د پروپاګنډ په موخه او اغیزو خبرې وشي او دا چې رسنۍ څه ډول د دولتي اشخاصو پیغامونه خپلو لوستونکو، اوریدونکو یا لیدونکو ته رسوي . د ټولنې د غړو یو پوړ چې یوې رسنۍ ته د حقایقو د ترلاسه کولو په نیت غوږ باسي، د همدغې رسنۍ د ناسمې ژبې د کارولو له کبله ناسم مالومات تر لاسه کوي، او په دې توګه دغه راډیو، ټلویژون، اېنټرنیټ پاڼه یا ورځپاڼه زیار باسي چې خپل اوریدونکی د یوې ځانګړې ډلې د غړو ملاتړ ته وهڅوي. دغه داسې بیلګه ده چې د پروفیسر ګالټنګ (۲۰۱۱) په وینا د ناسمې ژبې د کارونې له کبله رسنۍ خپل راپور فاسدوي. تاسو به لیدلي وي چې د هرې رسنۍ په ویبپاڼه، خبري ساعت یا سرټکو کې بیا بیا ویل کیږي چې پلانکی سړی، ډله، ټولنه، حکومت، چارواکي، داسې وايي یا هغه بله ډله هغسې وايي. د ' وايي ' د ټکي مانا داده چې یو شمیر اوریدونکو، لوستونکو یا لیدونکو ته تاسو د بل چا پیغام ورساوو. د '