د فکر بڼې او روڼ اندی سبک
لیکوال: حنان حبیبزی په دې لیکنه کې د فکر کولو پر علمي بڼې غږیږم او تاسو ته د نورو هیوادونو د فکر کولو بیلګې درکوم چې د خپلو ټولنو پرمختیا او خوشاله ساتلو لپاره یې د پریکړو پر وخت خپلوي. بیا د افغانستان د پالیسي جوړونکو بیلګې دریادوم . دفکر بڼې او روڼ اندی سبک منطقي فکر کول بیلا بیلې لارې لري. بهرنی منطق د لویدیځې فلسفې او پوهنې ( ساینس) برخه ده چې له نورو کولتورونو سره خورا ډير توپیر لري . منطق ، لکه بودايي فلسفو ته په ژوره توګه کتنه . خو د فکر او پریکړو ډیجټل بڼه د شمالي امریکا د کمونیکشن سیسټم ځانګړنه (خاصیت) دی. جاپانیان بیا د فکري ورته والي خواته په حرکت کې دي . شمالي امریکایان رغنده او مجرب دي خو دوی د چینايي بڼې یا د اروپايي فکري قوې د بیلابیلو بڼوو په څیر غښتلي نه دي، یا د پیژندنې هر اړخیزه جاپانۍ بڼه ، مخکې له دې چې تفصیل ته لاړه شي د حالاتو د ټولو احساساتو پیژندل کولی شي . دشمالي امریکا بڼه د پریکړو د ترسره کولو پرمهال د افراط خواته ځي. د اروپا د وچې په کولتورونو کې ،ددې لپاره پر شننې ټینګار کیږي چې بشپړ علمي او نظري