Skip to main content

Posts

Showing posts from March, 2011

جګړې ته، نه، ووايي او پوهه ترلاسه کړئ!

 جګړې ته، نه، ووايي او پوهه ترلاسه کړئ!   حنان حبیبزی   نن   یو ویشتمه پیړۍ ده ، د رسنیو، صنعت، اقتصاد، پوهې   ، ټیکنالوجۍ او د مالوماتو د کنټرول له لارې ولسونه او هیوادونه ساتل کیږي ، یا د فیسبوک او ټوايټر په عصر کې ویاړ ، نوم او نښان یوازې په دې کې دی چې د خپلې ټولنې د پرمختیا لپاره هڅې وشي. ان د اسلامي نړۍ ننني علما باید له ټیکنالوجۍ ،عصري پوهې ،داقتصاد او سیاست له تیوریو خبر وي، کنه نو د اسلام تعریف هغسې نشي وړاندې کولی، څرنګه چې يې دمصر یا د سعودي علما وړاندې کوي.   په نننۍ نړۍ کې هیوادونه د کلیو بڼه لري،ټیکنالوجي دا هرڅه سره نژدي کړي دي، که نن زموږ په هیواد کې دا بهرنیان   نه وي ، بیا هم موږ مجبور یو چې له هغوی سره اړیکي وساتو. زموږ اقتصاد به د ځواکمنو هیوادونو له اقتصادي حالت سره تړلی وي، زموږ په هیواد کې به بييې د نورو هیوادونو له اقتصادي څرنګوالي سره تړلې وي.په افغانستان کې به سیاسي حالت د نورو هیوادونو له سیاسي حالت سره تړلی وي،لنډه دا چې موږ نشو کولی له نورې نړۍ څخه جلا ژوند وکړو او په څنډه کې واوسیږو. د نړیوالتوب ټکی   چې...