Posts

Showing posts from 2011

''مینه'' تاوتریخوالی دی

''مینه''  تاوتریخوالی دی حنان حبیبزی لنډیز  په ځانګړي ډول شاعرانو ملګرو ته به ښايي دا لیکنه یو څه د نهیلۍ وړ وبریښي، خو هیڅکله ددې لیکنې موخه دا نه ده چې د یو چا احساساتو ته دې زیان ورسول شي. یو څو وخته مخکې، ما د ګران ملګري عزت الله شمسزي (2011) یوه لیکنه ولوسته چې زښته ډیره په ورځينو حقیقتونو ولاړه وه. ده د استاد سعدالدین شپون (2011) هغه ټینګار ته د ځواب ویلو هڅه کړې وه چې د شعر د لیکلو پر ځای يې د نثر د لیکلو سپارښتنه کوله (1390ل ، شمسزی ) .  د شمسزي صاحب د لیکنې قوت ددې په دوه اړخونو کې وو. لومړی د شعر پر اړتیا  او پر مسلکيتوب professionalism غږیدلی وو. دوم شي چې د لوستلو پر مهال يې پام ځانته  اړاوو،  دا وو چې شمسزي صاحب په یو نه،  یو ډول د شپون صاحب هغه سپارښتنه عملي کړې وه چې د شعر پر ځای  يې د نثر غوښتنه کوله.  د مقالې لیکوال د شعر ملاتړ کاوو او د نثر لیکلو ته يې زړه نه ښه کاوو خو  موږ لیدل چې  ده  خپل ځواب په نثر کې لیکلی وو.  د روڼ اندۍ دغسې بحثونه  ددې مانا لري چې پښتو ژبه دغو شاعرانو، لیکوالو، خبریالانو هغ

د تیرویستلو اینجینري

د تیر ویستلو "اینجینري"   حنان حبیبزی    د انساني طبیعیت په اړه لومړنۍ څیړنه پروفیسر زیګمونډ فرایډ وکړه، دی موږ ته د مغزونو  نا څرګندې برخې راپیژني چې  د " لاشعور " unconscious mind   په نامه یادیږي،   په بله وینا، څه ډول،  د غوصې او د جنسي اشتیاق sexual pleasure    نه کنټرولیدونکی ځواک دانسان دمغزو په منځ کې پټ دی. " د ده تیوري ټینګار کوي چې انسان یو لاشعور unconsciousness لري چې په هغې کې جنسي غوښتنې اود  ویجاړولو ارمانونه د یو بل د نیواک لپاره  په پرله پسې ډول په جګړه او دفاعي حالت کې دي. له  لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته فرایډ دغه تیوري دهنر، ادبیاتو او بشر پوهنې anthropology په برخه کې وکاروله " . 1   دی  پر 1873 کال په ویانا کې وزیږیده،  د ویانا په پوهنتون کې يې د پروفیسر په توګه کار وکړ . په کال 1923 کې يې د انسان طبیعت human nature په درې برخو وویشه چې ده ورته د  '' ای ډي '' ، '' ایګو '' ، او '' سوپر ایګو ''  نومونه ورکړل چې لږ ترلږه یوه عقلي برخه يې انسان د جنجالي حرکاتو ترسره کول